Banner

مبارکي اوتسليت ،يوازې ارګ مېشتي فرهنګيان دې ولولي

20.12.2009 08:54

زه نه پوهيږم ،چې دافغانستان دنوې ډموکراسۍ په ډيکشنرۍ کې به زما ددې خبرولپاره کوم ځاى وي اوکه نه خولږترلږه په کارده چې سياسي مخالفين دخپلو سيالانو له برياليتوب وروسته هغوته مبارکي ووايي ځکه چې په دې کارسره دسياسي مبارزې سوله ييز توب اوزغم ثابتېداى شي .دټاکنودکمپاين پرمهال موله ځينو ارګ مېشتوفرهنګيانوسره دنظراختلاف رامنځ ته شو هغوى په دې خبره ټينګ ولاړوو چې له ښاغلي کرزي پرته بل ښه انتخاب نه شته اونوروکانديدانوته درايې ورکول يې دپښتنوپه زيان بلل اوان تردې پورې چې دښاغلي کرزي دسيالوکانديدانوپلويانو ته به يې په خپلوليکنوکې بلنه ورکوله چې (( وخت مه ضايع کوى اوراځئ له مونږ سره ودريږئ چې دافغانستان په سياسي مشرتابه کې دوراثت اصل خوندي پاتې شي)) خو هغو کسانو چې دکرزي صاحب له تېرې اته کلنې واکمنۍ څخه ترپوزې راغلي وو، ونه منله او دنوروکانديدانو لورى يې ونيواويا لږترلږه کرارناستى يې غوره کړ په هرصورت له ښاغلي کرزي سره زمو ږ داختلاف دليل په دې کې وچې تېراته کاله دنوموړي په وجودکې دپښتنوسټه ووتله خودې ښاغلي سرهم پرې ونه خوځاو همدارنګه موږله دې هم وېره درلوده چې کرزى به د په خواپه شان زموږپررايو زموږ سوګندخوړلي دښمنان پرموږواکمن کړي خوارګ مېشتو فرهنګيانوبه نه را سره منله .
کله چې لومړى اودوهم پړاو ټاکنې بې پايلوشوې اوداساسي قانون دابهام له برکته واک دټاکنوکميسيون ته په لاس ورغى، کرزى صاحب يې ګټونکى اعلان کړماله هماغې ورځې غوښتل چې دخپل نظر مخالفينوارګ مېشتو فرهنګيانو ته ددې سترتاريخي برياليتوب مبارکي ورکړم خو اړينه مې وبلله چې دغه مبارکي دکابينې تراعلانه وځنډوم .دادى اوس چې دکابينې لست زمونږترګوتوراورسېد غواړم خپلوارګ مېشتوفرهنګي ملګروته په لاندې توګه مبارکي ورکړم .
ګرانواوعزتمنو !
په ريښتيا سره ،چې تاسوسم اټکل کړى و تاسوبه ويل چې دکرزي صاحب په وجود کې دپښتنو خيرپروت دى اوبالاخره همداسې وشول تاسې چې څومره زيار دپښتون قوم لپاره په ځان منلى دستاينې وړدى همدغه ستاسې هڅې وې ،چې دادى نن سبا دپښتنوخواخوږي يوپه بل پسې واک ته رسيږي . مارشال صا حب فهيم خان چې دشمال له پښتنوسره يې ډېرې مرستې کړي اوټول پښتانه ورڅخه نه هېرېدونکې خاطرې لري ستاسودهلوځلوپه پايله کې واک ته ورسېد او کېداى شي په راتلونکي کې هم خپل کړه وړه جاري وساتي .
استاد محمدکريم خليلي چې له ټولوپښتنوپه ځانګړې توګه له کوچيانوسره ځانګړې مينه لري ستاسې په لورېينه اوستاسودپرله پسې کمپاينونوپه پايله کې واک ته ورسېد اولرې به نه وي چې په راتلونکې کې به هم کوچيانوته دهېوادپه هرګوټ په ځانګړې توګه د وردګوپه بهسودوکې زيات خدمتونه وکړي .اوددې لپاره چې کوچيان دکوچيتوب له سخت ژونده ښاري ژوند ته مخه کړي اويا داله ستونزو ډک هېواد پريږدي اوپرمختللو هېوادونوته کډه شي ، دادخليلي صاحب سترارمان دئ او ښايي چې بياهم ددې کارلپاره اعتصاب وکړي .
تاسوبه دخبروپه سراوپاى کې دژبني اوکولتوري خدمت نارې وهلې دادى په دې برخه کې هم دپام وړلاسته راوړنه لرى ملي شخصيت (!) مخدوم رهين چې پخوايې هم دافغانستان ژبوته دخدمت اوږه ورکړې اوپه راتلونکې کې به هم په ځانګړې توګه پښتوته نه هيريدونکي خدمتونه وکړي ستاسې دنه ستړي کيدونکوکمپاينونو په پايله کې داطلاعاتواوکولتورد وزيرپه توګه ولسې جرګې ته پېژندل شوى دى اوپه دې ارزي چې له امله يې مبارکي درکول شي .ښايي داستاسوترټولولوى خدمت وي چې پښتنواوپښتوژبې ته مووکړ زه خوتاسې ته مشوره درکوم چې له دې وروسته داهم په خپلوفرهنګي لاسته راوړنوکې وشمېرئ اوپه خپلوليکنو ،غوڼډو اوادبي بڼډارونوکې پرې ووياړى .
تېره دوره کې حکومت يوه تېروتنه وکړه چې مجاهدين (!) يې له دندولرې کړل اوهمدې مجاهدينو به ويل چې دناامنى دليل په دې کې دى چې موږپه حکومت کې نه يوخودادى ستاسې دهلوځلو اوکمپاينونوله برکته داسلامي جمعيت مجاهدين اومقاومين يوځل بيا په کابينه کې راڅرګندشول اودکمپاين پروخت له مخالفت سره سره بياهم وزارتونه ورپه برخه شول چې داهم ستاسې برياليتوب دى .
تاسوتل نيوکه کوله چې پښتانه دخپل نفوس په تناسب په حکومت کې نشته خودادى ستاسې دمبارزې اوکمپاينونوله برکته دپښتنوونډه ترپخواهم زياته شوه (!) اوپه پنځه ويشتووزارتونو اونوروڅوکيوکې ايله شپږ يې پښتنوته ورکول شوي چې دټولې کابينې اودولتي څوکيو شل سلنه هم نه جوړوي داهم کېداى شي چې ستاسې په لاسته راوړنوکې حساب کړو اومبارکي يې درته ووايو . زه تاسو اوډلې ته مو مبارکي وايم چې په خپلوهلوځلو سره موپنځه شپيته فيصده پښتانه داقليتونوپه ليکه کې ودرول . او دملي مشارکت په اصلي مانا مو موږپوه کړو .
ريښتيا هغه وزيران چې په نوم پښتانه دي اودکابينې په غوڼډوکې (پشتو) خبرې کول ورته کبيره ګناه ښکاري دهغو په ځاى پاتې کېدل دې هم درته مبارک وي اوهېره مې نه شي چې تاسوکولا ى شى په خپلوراتلونکو ليکنو، سيرينايي اوصافي لندمارکي غونډو کې په دې هم ووياړ‌ئ .(!)
ستاسو دمبارزې اوکمپاينونو برکت و چې ستاسې معشوقې پښتو ژبې نړيوال رسميت هم پيداکړ او د لوړې په ورځ چې دلس ګونو هېوادونو ديپلوماتان اودبهرنيو چارو وزيران ناست و تاسو دومره جرئت هم ونه کړ چې لږترلږه ملت غولوونکى سوګند په خپله مورنى ژبه وکړئ .په دې نړيواله غوڼډه کې ستاسو انانس او ستاسو سوګند وښودله چې تاسو غوا ړى ټولونړيوالو ته وښيي ،چې فا رسي دافغانستان يوازنۍ ملي اورسمي ژبه ده اوپښتو هېڅ ارزښت نه لري . ښايي ځينوبهرنيانو ته به دملي سرود په هکله هم پوښتنه پيداشوې وي .او په دې کارسره به لکه دچين په شان يوزيات شمېر هېوادونه په خپلوراډيو ګانو کې دپښتوخپرونو په بندولو هم فکر وکړي .اوکه داکاروشو نو بيا په دې ارزي چې ستاسې دستايلو لپاره په صافي لندمارک کې يوه بله غوڼډه هم جوړه شي .
په پاى کې ستاسې دبرياليتوب اوپورتنيو لاسته راوړنو له امله يوځل بيا مبارکي درته وايم خو داچې تاسوښاغلوته په کې کومه څوکۍ ونه رسېده اوحقه حقوق مو دډا کټرعبدالله پلويانو ته چې تاسو يې دواکمنۍ مخه نيوله ورکړل شول ، تسليت هم درته وايم . تاسوددې مستحق ياست چې خواخوږي درسره وشي ځکه چې له تاسو سره ظلم شوى کمپاين تاسووکړخو څوکۍ په کې دوستم ، خليلي ،محقق ، فهيم ،او نوروجمعيتيانو ته ورسېدې په ريښتيا سره چې تاسې دزړه خوږي وړياست اخرکرزي صاحب که ستاسو کمپايني فعاليت ته بې اعتنايي کوله نودکابيني هغه تخيلي لستونه خوبه يې په پام کې نيولي وو کوم چې ښايي ستاسوله خواجوړېدل اووېبپاڼو ته ليږل کېدل .

                                                                                              محمداجمل هوډمن