Banner

په لمړيوكې پنځه نسله كمپيوټرونه منځته راغلل

15.04.2009 08:56

  دلمړي نسل كمپيوټرونه :

دبريښنا دمنځته راتګ سره سم اود مختلفو بريښنايې وسا يلو لكه دايود،  ترانزيستور ، خازنو اودې داډول نورو وسا يلومنځته راتګ  اود هغو استعمال په كمپيوتر كې دلمړي نسل كمپـيوټرونه منځته راوړل چې ENIAC لمړنى بريښنايې (اليكترونيكې ) كمپيوټر وه چې پكې  له ۱۹۰۰ خلايي گروپو څخه استفاده شوې وه اوتقريباً ۱۳۰۰۰۰ واټه انرژۍ ته يې اړتيا لرله او  ۱۹*۱۵ متره مربع ځاى يې په فضا كې اشغال كړى وه مګر داليكترميخانيكي ماشينوپه پرتله زيا ت ګړندى وه ۵۰۰۰ جمع او۳۵۰ ضرب يې په يوه ثانيه كې سرته رسا وه .

دلمړي نسل كمپيوټرونوځانګړتيا وې :

۱-دكا ر ګړنديتوب يې ۱/۱۰۰۰ يوپه زرمه برخه د يوې ثاني وه .

۲-په جوړښت كې يې دخلايي ګروپونوڅخه كاراخستل شوى وه .

۳-اوديوه ځانګړ ي هدف په موخه تر ې كار اخستل كېده .

ددوهم نسل كمپيوټرونه : second generation 1964-1959

 

دبريښناپه برخه كې  دترقۍ اوپيشرفت سره سم او دترانزيستورونواستعما ل په كمپيوټر كې ددې سبب شو چې دوهم نسل كمپيوټرونه منځته راشي . ترانزيستورچې دخلايي ګروپ په پرتله دلږ حجم ،وزن اوقيمت لرونكى ده د خلايي ګروپ په پرتله لږ انرژۍ ته اړتيالري لري نوله د كبله دغي وسيلي د دوهم نسل په كمپيوټرونوكې دوزن ،حجم .قيمت اواعتماد له پلوه پوره كموالى رامنځته كړ.

ددوهم نسل كمپيوټرونو ځانګړتياوې :

۱-دكارګړنديتوب يې ۱/۱۰۰۰۰۰۰ يوپه يوميليونمه برخه دثاني وه .

۲-په جورښت كې يې له ترانزيستورونو څخه كار اخستل شوي وه .

۳- دټولواهدافولپاره تر كار اخستل كېده .

 

ددريم نسل كمپيوټرونه :Third generation 1970-1964

بيا هم دبريښنا په برخه كې ترقي د IC ( Integrated circuit)   مدارونودمنځته را تګ سبب شوه  چې دنوموړي  سركېت منځته را تګ د كمپيوټر په حجم ،وزن ، ګړنديتوب اوقيمت با ندې پوره اغيزه وكړه اودريم نسل كمپيوټرونه منځته راغلل اوهمدارنګه په ۱۹۷۰ كال كې د IC ( Integrated circuit)   يا جمع كوونكي مدار په حجم كې هم دپام وړ بدلون رامنځته شو چې څلورم نسل كمپيوټرونه منځته را غلل چې د LCI,  ،LSI نوي ډول سركېتو په كا رو لوسره بيا هم كمپيوټرونه كوچېني ، ګړندي او ارزانه شول خوپه ۱۹۹۰ كال كې د    VLSI شركت په رامنځته كيدو سره سم پنځه نسله كمپيوټرونه رامنځته كړل چې يوځل بيا يې په ځانګړتياووكې دپام وړ بدلون رامنځته شوخوپه دې وروستيو كې ، پكې حيرانوونكى بدلون راغلى اوپه خورا كم حجم سره  كمپيوټرونه بازارته راوتلي او په ډير ګړنديتوب سره نوموړى تخنيك پرمخ درومي چې غوره بيلګې يې په اوسنيو با زارونوكې

په سترګوليدلى شو.

 

رفیع الله (حسین خیل) 03.10.2010 10:59

تشکر له تاسو نه چی دی نه زیات معلومات د کمپیوتر په باره کی ورکری <br />نو مونر به دیر له تاسو نه خوشحله یو<br />

رفیع الله (حسین خیل) 03.10.2010 10:58

تشکر له تاسو نه چی دی نه زیات معلومات د کمپیوتر په باره کی ورکری <br />نو مونر به دیر له تاسو نه خوشحله یو<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.