Banner

دكمپيوترتاريخچه: computer history

14.04.2009 08:16

په بيلابيلو علوموكې لكه ستوري پيژندنه ، رنځپوهنه ( طبا بت ) ، هواپيژندنه اوداسې نورو برخوكې دبشر پيشرفت اوترقي ددې باعث شوه  چې محا سبوي مشكل رامنځته كړي هماغه وه چې بشرپدې فكر شو ترڅو يوداسې ما شين جوړ كړي چې وكولى شي دهغه په واسطه دشمير په بر خه كې خپلي ستونزي حل كړي هغه وه چې د ۱۷ قرن مطا بق په كال ۱۶۴۲ ميلادي كې  يو فرانسوي ريا ضي پوه چې پا سكال نوميده  وتوانيده چې يوميخا نيكې ما شين جوړكړي نوموړى ما شين چې دجمعې دما شين په نوم يا ديده ، يواڅې دجمعې اوتفريق دعمليوپه اجراكولو قادر وه .  ترهغه وروسته يوه بل الماني ريا ضي  پوه ديته ورته يوما شين جوړ كړ چې دجمعي اوتفريق سربيره يي دضر ب اوتقسيم يا ويش عمليې هم سرته رسولى شوې چې دې ما شين ته دحساب يا ګڼلو ما شين نوم وركړل شود يا دولووړ ده چې دغه ما شين هم په ميخانيكې ډول كاركاوه  چې ديو ډول څرخو(پرو) لرونكې وه خودهمدې لړۍ په تعقيب سره دچارليزبا بيج په نوم يوه بل عالم ديوه اتومات يا خودكار ما شين دجوړولوطرح وړاندي كړه خوداچې د با بيج مفكوره دوخت د اينجينري اوفني محدوديت له كبله په هغه وخت كې ترسره نه شوه مګر دنوموړې ساحې دپراختيا سره سم  دلمړني كمپيو ټر په اختراع كې د با بيج دنظرې زياته برخه  په پام كې ونيول شو ه  نو ځكه ورته دكمپيوتر دپلار لقب وركړل شو .

په همدي ډول هرمون هالريت يو بل ساينس پوه وه چې د لمړي ځل لپاره يي دنوي اصل په ډول دكا غذي كېست (پيتې) چې دمعلوما تو د جلاوالي اودسته بندۍ لپاره ترې ګټه اخستل كېده ، پيشنهاد كړ چې پدې كار سره دامريكا د متحده ايا لاتو د۱۸۹۰كال دنفوسو دشمير دنتيجي د ښو دلو په كار كې دري برابره اسانتيا را منځ ته كړه خو كله چې داليكتريسته اودهغه تركېب په ميخانيكې برخه كې وكا رول شو نوددي سره داليكتروميخانيكې ما شين دايجاد او اختراع لاره هواره شوه ، چې لمړني اليكتروميخانيكې ما شين  دهار وارد دپوهنتون استا د( هوراد ايكن) د IBM مالي اوفني شركت په مرسته د پنځه كلن زيار اوزحمت وروسته په كال ۱۹۴۴ كې جوړ كړ .

نوموړي ما  شين دڅلورګونو حسا بي عمليوسر بيره  دمثلثا تي اوتوان لرونكو ارقامو دحسا ب يا ګڼلوتوان هم درلود چې ددري ثانيو په دوران كې به يي د ضرب عمليه اجراكوله .

پدې پسي دمحاسبي لمړني ماشين دكمپيوتر په نوم په كا ل ۱۹۴۴ ميلادي كې دپنسيلوانيا په پوهنتون كې د ENIAC په نوم منځته  راغى چې له نوموړي ما شين څخه به دامريكا داستخبا راتي اودولتي  مسا يلودحل لپا ره ګټه اخستل كېده په همدې تر تيب دغې لړۍ دوام وموند او دوخت په تيريدوسره دپنځه نسله كمپيوترونو سربيره په ډير لوړكېفيت اوسرعت سره په كم حجم كې مختلف النوع كمپيوتر ونه با زارته راووتل چې دالړۍ لا دوام لري

   


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.