Banner

د کانديدانو په مارکيټ کې نرخونه راولويدل

11.04.2009 03:33

له تيرې ليکنې څخه زما موخه داوه چې يوشمير کسان چې تل ېې د اکثريت د حق نارې وهلې، په غونډو، سيمينارونو، مرکو او ليکنوکې ېې  د لوى اکثريت، غوڅ اکثريت او محکوم اکثريت فريادونه کول، نن ولې داسې کس د ډيرو زياتو لاسته راوړنو خاوند بولي چې داتير اوه کاله ېې د اکثريت په برخليک لوبه کړې او لا اټکل کيږي چې دالو به  په راتلونکې کې هم روانه ساتي .

زما بله موخه داوه چې د ځينو ليکوالو، په ليکنو کې هغه تناقض ته هم ګوته ونيسم کوم چې پرون ېې يو څه ويل او نن بيا غواړي  چې د خپلو ارمانونو او هيلو قاتلان د خلکو په وړاندې اتلان وښيي او برعکس د نورو شخصيتونو په اړه له وخت څخه د وړاندې قضاوت  په کولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړي خو په خواشينۍ سره چې زما مخاطب ښاغلي زما ليکنه خپل ځان ته په سپکاوي اودده په شخصي حريم باندې په تيري تعبير کړې وه او زما ليکنې ته ېې ديوه  نامعلوم کانديد د کمپاين ليکنه وېلې وه واقعيت دادى چې زما موخه نه د چا سپکاوى او نه هم د کوم کانديد لپاره  کمپاين وه خوزه په ټولو هغو ليکوالو چې د انتخاباتي کمپاين په مهال د کرزي په ګټه ليکنې کوي غږ کوم چې که دوى په  نوروکانديدانو پسې را اخستې د اوس پاره زما کار يوازې له حامد کرزي سره دى زه د يوه افغان په توګه دا خپل مکلفيت بولم چې د اوسني ولس مشر د تيرو اوو کلونو نيمګړتياوې  را وسپړم او په خپلو هيوادوالو غږ وکړم چې دا ځل د نوموړي په نرمو او ګرمو درواغجنو و عدوو نه غوليږي او که خداى کول په دې کار کې تر يوه حده بريالى هم يم چې ښه  بېلګه  ېې زما د  ليکنې په پايله کې د ارګ د کار کوونکو  وروستۍ ليکنې دي چې د کرزي صيب د تيرې اوه کلنې دورې نيمګړتياوې يې پکې را سپړلي او له نوموړي څخه ېې غوښتي چې په راتلونکو ټاکنو کې دې  د ولسمشرۍ په ځاى د مارشال فهيم د مرستيال په توګه ځان ونوموي.

زه دکانديدانو په مارکيټ کې د نرخونو دومره  ژور ټيټ والي ته په نيک فال ګورم او هيله کوم چې زمونږ ښاغلي ليکوالان به له دې وروسته په خزان او بهار دواړوکې لکه ونه مستقيم  په خپل مکان پاتې کيږي او د حامد کرزي د نيمګړتياوو او ناکاميو په اړه به وخت په وخت د ليکنو له لارې مونږ ته تازه  معلومات راکوي لکه چې په  تيرو ليکنو کې مو ولوستل .

بله موضوع چې دلته ېې بايد يادونه  وکړم له حامد کرزي پرته د نورو کانديدانو مسئله ده زه خپله پرته له دې چې څوک يم لږ تر لږه د يوه رايه ورکوونکي په توګه تر اوسه پورې هيڅ کانديد نه يم قانع کړي چې  رايه  ورته ورکړم ځکه چې دغو ښاغلو تر اوسه  خپلې کړنلارې  نه دي را برسيره کړي  او پاتي شوه د کمپاين خبره هغه خو لا تر اوسه پورې مطرح کيدلى  هم نه شي زه يوازې دومره پوهيږم چې حامد کرزي ته به رايه نه ورکوم اوله دې پرته چې هرچا زما د مظلوم  ولس د ريښتيني  استازيتوب استعداد درلوده، له جنګ سالارانو او جنګي جنايت کارانو سره ېې ائتلاف ونه کړ او زما قوم ته د ورپيښو ستونزو د آواري لپاره ېې عملي لاره وړاندې کړه بيا  ټولو ته په کار ده چې مرسته ورسره وکړو ولو که د استعفا او ددندې  د پريښود لو په بيه هم تماميږي.

زما په آند په افغانستان کې تر ټولو لويه ستونزه داده چې زمونږ سياست  وال او چارواکي ددې په ځاى چې د ستونزو او ننګونو په وړاندې مبارزه وکړي ورځنې تښتي او هره خبره له نن څخه سبا او له سبا څخه بلې ورځې ته پريږدي د بېلګې په ډول  په ١٣٨٦ کال کې د کوچيانو او هزاره ګانو ستونزه راپورته شوه زمونږ د اوسني  ولس مشر وروستى  تدبير همداوه چې کوچيان  دې له بهسودو څخه ووځي په ١٣٨٧ کال کې کوچيان بيا راغلل بيا جګړې وشوي او سرونه پکې غوڅ شول  ولس مشر بيا هم وويل چې  کوچيان دې  ووځي او دادى اوس چې د  کوچيانو د بياراتګ وخت را رسيږي هيڅ پريکړه او د آواري  لاره نشته او خداي پوهيږي چې بيا  به څومره سرونه پکې وخوړل شي همداسې  په افغانستان  کې ټولې ملي مسئلې  او ستونزې در واخله چې له نن څخه سبا او له سبا څخه بلې  ته پاتې دي او که همدا اوسنى  ولسمشر او نور ارګ  ميشتي ملګري ېې په واک کې  پاتې شي له دې  وروسته بۀ هم همدا حال وي.

راځى  ددې په ځاى چې کانديدانو او شخصيتونو ته سپکې سپورې وليکو بې ځايه او له وخت څخه وړاندې تورونه پرې ولګوو د افغانستان ملي مسائلو او بنسټيزو ستونزو ته پام وکړو او له همدغو کانديدانو څخه هر  يوه ته  ېې ووايو چې ښاغليه ولې دې مشنګ په خوله کې اچولي او اوس هم لا غلى  ېې مهرباني وکړه  د کوچيانو د ځمکو دغصب د مخنيوي لپاره څه تګلاه لرې.؟

په خواجه بهاءالدين او نورو شمالي سيموکې د پښتنو د قومي تصفيې د مخنيوي  په اړه دې  څه ډول پروګرام جوړ کړى.؟

د ملي ترمينولوژۍ او ملي مصطلحاتو د خوندي توب او د پردي کلتور د مخنيوي لپاره څه کول په کار دي.؟

د جنګي جنايت کارانو او جنګسالارانو په اړه به ستا چلند په څه ډول وي.؟ په افغانستان کې په حساب او کتاب دولاړ ملي يو والي او مدني ټولنې دجوړيدو په اړه څه کړنلاره لرې.؟  او داسې نورې ځينې پوښتنې.

زه يو ځل بيا په دې ښاغلو غږ کوم چې که تاسو په دې فکر کې ياستئ چې په دې عصر کې به يو بل احمد شاه بابا او ياميرويس نيکه را پيدا شي اوله ګر ګينيانو او سقاويانو  څخه به دا وطن وژغوري دا امکان نلري مونږ که وغواړو  او که نه په همدې اوسنيو کانديدانو کې  به يو  هغه ياد خلکو په رايو او ياد بل په زور راتلونکى ولس مشروي راځى چې د واک ګدۍ ته ترختو وړاندې ېې غوږونه پرې خلاص کړو او که بيا لارې  ته را نه غلل هرڅه موچې په خوله را تلل پسې وېې ليکئ او څيرې  ېې خلکوته وروښيئ او زه فکر کوم چې زمونږ مسئوليت هم په همدې ټکو کې رالنډيږي.

يو بل نظر چې اوس د ځينو ليکوالو په منځ کې راپورته شوى هغه داده چې کانديدان دې يو بل ته تيرشي او  په يوه واحد کانديد دې  هوکړه وکړي ترڅو د رايو د ويش مخه ونيول شي که څه هم دا کار عملي نه بريښي  خو زما په آند دا يو ښه نظر دى  خو په دې شرط چې هغه واحد کانديد به  چې نور کانديدان پرې راټوليږي اوسنى ولس مشر حامد کرزى  نه وي ځکه نوموړى  په تيرو ټاکنو کې په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلى  او حکومت ېې دومره کمزورى  دى  چې د کابل  په  ځينو ولسواليو کې هم بشپړ حاکميت نلري.

يوه بله خبره  چې  زما ښاغلو مخاطبينو ليکلې وه هغه داده چې دوى غوښتنه کړې چې د خپلواکو شخصيتونو ( ددوى ) پر تيرو او اوسنيو کړنو دې قضاوت وشي او دا ېې هم ورسره غبرګه کړې چې که دوى په ولسي جرګې کې واى نو په هيڅ وجه به دو لسي جرګې مشر تابه دا بڼه نه شوه  غوره کولاى خو دې ښاغلو دا هيره کړې چې دوى  خو په بيړنۍ لويه جرګه کې هم وه خو مونږ وليدل چې دهمدوۍ  په موجوديت کې د لوېې جرګې مشر تابه د ولسي جرګې تر اوسني  مشر تابه څو چنده بد تر وه اوهماغه جعلي لويه جرګه چې پخپله د کميسيون غړو غير قانوني اعلان کړه د همدې ښاغلو لخوا پرې د صحت مهر ولګول شو اوپاتې شوه د قضاوت مسئله په دې هکله زه خپله دومره وايم چې ستاسو پخوانۍ کړنې او منډې تر ړې چې د هيواد،  ولس او ژبې لپاره مو کړي د قدر،  ستاينې او يادونې وړ دي  اوزه د داسې يو کس په توګه  چې ستاسو ټول کتابونه او نږدې ټولې مقالې مې لوستي او له نظرونو سره دې موافق يم  تاسوته د نورو برياليتوبونو  غوښتنه هم کوم خو هيله کوم چې د حامد کرزي په اړه به تاسې  هم په خپل وروستي قضاوت کې لکه و نه مستقيم په خپل مکان پاتې کيږي او له دې وروسته به هغه د زياتو  لاسته راوړنو خاوند نه ګڼئ  او پاتې شوه د نورو کانديدانو خبره راځى چې ستاسو په خبره هغوته لږ انتظار وباسو که چيرې دوى هم دکرزي صيب په پله پل کيښوده،  منفور ائتلافونه ېې وکړل،  جنګ سالاران ېې مرستيالان کړل  او کړنلارې ېې د مظلوم  او محکوم ولس په ګټه نه وې بيا به مونږ هم قلم ته لاس کړو او په دې مارکيټ کې  به نرخونه کنترولوو.  

د ولس مشرۍ هغو کانديدانو ته چې نن سبا ېې په پښتنو کې نومونه ډېر اخستل کيږي زما پيغام دادى چې لږ دې په خپلو ګريوانونو کې سرونه کوز کړي او د پښتنو راېې دې نه سره ويشي همدغه پښتون قوم چې نه امنيت لري، نه ېې کارتونه  سم اخستي، او نه هم يووالى لري نو څنګه به وتوانيږي چې هم کرزي  ته راېې ورکړي او هم احدي ، جلالي او اشرف غني کامياب کړي زه باور لرم  چې که  همدا حال روان وي ټاکنې به دوهم دور ته واوړي او ډير امکان شته چې په دوهم پړاوکې به پښتانه ماته وخوري اوسني کانديد صاحبان به له ماتي وروسته خپلو پخوانيو استوګنځيو ته لاړ شي او مونږ به تر پنځو  نورو کلونو پورې په بيلابيلو نومونو ټکول کيږو، وژل کيږو او ورکيږو به ، د ليکنې په پاى کې د مشرخان خپل سري د کتاب له پوښتۍ څخه دا لنډۍ  را اخلم او اوسني ولس مشر او د هغه ملګرو  ته ېې ډالۍ کوم.

ظالمه خلاص به را نه نه شې

زما په ژوند باندې دې لوبې کړي دينه .

   


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.