Banner

د افغان ملت يو سپين سړى

04.03.2016 21:13

هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلابي (هوچي منه) پشان ټیټ خو په عزم د خپلو جګو غرونو پشان هسک سر!
دا سړى د پښتو په مينه ما په تصويرونو کې د باچا خان شاته احتراماً ليدلى دى چې د هغه په دنګو اوږو یې لاسونه ايښي دي.

هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلابي (هوچي منه) پشان ټیټ خو په عزم د خپلو جګو غرونو پشان هسک سر!

دا سړى د پښتو په مينه ما په تصويرونو کې د باچا خان شاته احتراماً ليدلى دى چې د هغه په دنګو اوږو یې لاسونه ايښي دي.

د ده ټوله کورنۍ، واړه ماشومان او نور غړي ما د باچا خان سره په تصوير کې ليدلي دي خو په کوزه پښتونخوا کې د ولي باغ څخه لرې ډېر لرې مرور افغان!

دا سړى د افغان تاريخ په حواله دومره په پوخ دليل ټينګ و چې له افغان ملت نه یې د ازادۍ او خپلواکۍ نه پرته نور هېڅ نه منل!

په دې سړي کې دومره جراٴت، جاه و جلال و چې د ثور انقلاب ته یې پوځي یونیفورم، ګلونه، او هر څه واپس کړل او په خپل کونړ کې مفرور شو!

هغه سړى د داسې ګرمې اوښکې په څېر چې د کونړ يخو سترګو په ځان کې ځاى نه کړو او پېښور ته راغى!

هغه دومره سپين سړى چې تورو تورو په ځان کې نه پرېښودو ځکه چې هغه د افغانستان د اووه وروڼو د پاکستاني شناخت پرېډ نه بهر ولاړ و او دا به یې ویل:

دا د خنځیر زامن دي ..... زه افغان ملت يم

دا سړى د افغان ملت ګوند د هغه وخت مشر شمس الهدىٰ شمس دى.

تاٴثر:

اى د افغان ملت سپين سړيه!

ستا د ټولټاکنو پارلماني اداب او طريقې هم اوس د نوي زمان دي. هغه تا چې د ژوند په اخري ورځو شپو کې څه ليدلي وو، ګواکې هغه خوب و، خو اوس ستا د خوب تعبير هم بدل شوى دى.

تا ټول عمر په ويښه د وطن د ارمان خوبونه ليدلي دي خو بدبختانه د وطن د ارمان خوبونه که هغه خوا دي که دې خوا دي، څه تعبير نه لري. څه عجيبه ده، موږ ریښتوني یو او زموږ خوبونه درواغجن دي!

څه د حیرت ډکه شېبه ده، زموږ هدف يو څه وي او رسېږو بل خوا! تعجب دى او که نه چې مزل مو د منزل په لورى نه دى!

اى د قرار افغانستان ارماني!

ما چې ته په پېښور کې ليدلې، تا د ثور انقلاب ته کودتا ویله، ما ورته د بزګرانو انقلاب ویلو! ته هم سور وې، زه هم سور وم! ته د خپل وطن په وينو سور وې، ما ستا د وينو سرې جامې په ځان کړې وې!

ته د افغانستان څخه مرور راغلى وې، زه په خپله پښتونخوا کې د غټ سر د پنډ نه راغورځېدلى وم! تا د کبابيانو په يو وړوکي غوندې کور کې افغان ملت ژړلو، زه د قلم مزدورۍ ته يو داسې مېز ته ناست وم چې هره ورځ به مې تا ته ویل:

ما ته غوږ شه!

موږ دواړو څه عجيبه تعلق او عجيبه مخالفت کړى دى. موږ دواړه د يو بل مخالف هم وو او موافق هم، د دې شعر په شان:

دا خو مخ په مخ روان یو چې بېلېږو

ګنې لاره خو زما او ستا يوه ده

هو!

زموږ لاره يوه وه، موږ دواړه د وينو په لار لاړو، فرق فقط دومره و، ته د لمبو په سمندر ورګډ شوې (افغانستان)! زه د بارودو په جزيره پاتې شوم (پښتونخوا)!

تياره او رڼا... ګناه او ثواب.... دوزخ او جنت! اى د افغان ملت حلالي شمس الهدىٰ شمس! ته د افغانستان د اوو وروڼو یوازینی ناسکه ورور! ته د ملګرو ملتونو د مرستو له کتاره بهر ولاړ!

ستا پاکستان ته راتګ هم ځان له، واپس تګ هم ځان له! ستا د مهاجرت پیل هم ځانګړى، پای هم د نورو نه بېخي جلا!

او اى! ستا قد قامت پښې او سر هم د اوو ناسکه وروڼو نه ځان له ځانګړى، د ژوند اسلوب جدا! نه ږيره برېت، نه په سر پټکى، نه د لويو لويو جېبونو کوټ او عربي قبا!

د خلکو په کفن کې هم جېبونه وو، ستا اغوستن بې جېبونو و! نورو به مړي خرڅول، تا په پېښور وزير باغ مقبره کې د غازي ايوب خان او نورو افغاني قبرونو د ماتو کتبو تت وران شوي حرفونه تازه کول!

څوک د باميان بودا په بمونو د الوزولو له لارې د نوي دور بت شکن جوړېدو! تا د ابدالى ورکه توره او ورک پټکى يادولو!

ستا په عقيده زما دا يقين و، که چېرې ستا وس رسېدای، تا به د ځمکې له لړمون څخه قارون واپس را ايستى و او د ځمکې د غرور خدايانو ته به دې ويلي وو:

راشئ وګورئ، دا هغه درواغجن خداى دى، ده ته وګورئ او ځان له د خپل غرور ښکرونه مات کړئ. خو افسوس صد افسوس ... های افسوس!

د پېښور د ځمکې څخه پاکستاني انصارو د افغانانو جهادي شهيدان واپس را ايستل! څه عجيبه پوښتنه ده، د ځمکې په ګېډه کې قارون محفوظ و خو د پاکستان په ځمکه کې د جهاد شهيدان د قيامت پورې د جنتي خوب څخه راپاڅولى کېدل، او هغوى ویل:

(اردو) مر کے بھی چین نہ پایا تو کدھر جائیں گے

(پښتو ژباړه) موږ په مړینه هم قرار نه شو، نو چېرته به ځو

ډېر محترم اروا ښاده!

نن ډېره موده پس په ما ته، ستا د زردشت شمس (د شمس صیب زوی) مينې را ياد کړې، دا ستا د وينې او د زردشت د مينې زور دى چې ستا روح زما قلم ته را ننوتو، خو که عيسٰى عليه السلام په دا وخت راتلى شوای، ما به ورته ویلي وای:

راشه ما له يو افغان مړى په خپله دغه معجزه را ژوندى کړه. د شمس الهدىٰ شمس قبر ته ووايه:

قُم بِا اِذنِ الله

ستا په عقيده زما دا يقين و، که چېرې ستا وس رسېدای، تا به د ځمکې له لړمون څخه قارون واپس را ايستى و او د ځمکې د غرور خدايانو ته به دې ويلي وو: راشئ وګورئ، دا هغه درواغجن خداى دى، ده ته وګورئ او ځان له د خپل غرور ښکرونه مات کړئ. خو افسوس صد افسوس ... های افسوس!

چې ته د خپل قبر نه را ژوندى پاڅېدلى وای، ما به ستا نه ستا د جنت پوښتنه نه کوله. ما به درته ويلى وو:

اى پښتون افغانه! ستا ژوند او ستا مرګ دواړو ته پښتون افغان مسلمان احترام لري چې د ټولټاکنو د نتيجې نه پس ته وفات شوې نو ستا په مرګ د افغانستان يوې مور خپل زوړ جهادي زوی ته څه ويلي و!؟

ستا د مرګ په ورځ یې پوښتنه وکړه، زويه دا نن څوک په حق رسېدلي دي؟

زوى ورته وویل، مورې دا د افغان ملت مشر شمس الهدىٰ شمس په ټولټاکنو کې د پاتې راتلو نه وروسته وفات شو. مور ورته په ځواب کې ستا په وفات ویل،

په ټول افغانستان کې دا يو غیرتي سړى و چې دا جفا یې و نه زغمله!

اى وياړمن افغانه!

ستا مرګ د غیرت په نوم ياد شو، اوس ته ووايه! خپل افغان ملت ته ستا څه پیغام دى؟

تا به ویل:

زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده

په اور وسوځه دا تورې قلمونه

د تورې او قلم مېړه خوشحال خان هم دا فرياد کړى و، زه به هم دغه وايم خو زه د خپل مرګ په پرتمينو شېبو کې خپل رب او خپل افغان ملت ته هېڅ ملامته نه يم، ما خپلې خاورې ته تل وفا کړې ده، زه د وفا هېڅ بدل نه غواړم، ماته خپله وفا د هر څه نه ګرانه ده.

اى د پښتونخوا زويه! زه نن هم په دې عقيده يم:

د ګلونو قدر چا زده

د بلبل يا د بورا زده

خلق دې بد کړي

زه به ښه کړم

زه خوشحال يم

زما دا زده

لیکوال : نورالبشر نوید                                                                        د بي بي سي پښتو څانګې له ویب پاڼې څخه په مننې سره 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.