Banner

مولانا فرید ته !

05.10.2015 21:33

دې ښاغلي نن په لمر تلوېزیون کې د طالبانو تحریک یو نګه پښتون قومي حرکت ونوماوه او زیاته یې کړه چې په حکومت کې دننه یو شمیر څيرې دقومي تړاوونو له مخې له هغو سره جګړه نه کوي.
ما نه غو ښتل پدې اړه څه ووایم خو دهغه له تعصب اوکینې ‌‌‌‌‌‌ډکو خبرو اړکړم ترڅو یوڅه ولیکم:
ښاغلی ملافرید!
کله چې په نویمه لسیزه کې د لومړی ځل لپاره په کندهار کې د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډله را پيدا شوه ستاسو دفقید رهبر په نېغه لارښوونه ملانقیب اخوند چې هغه مهال دکندهار دقول اردو قوماندان وه ، خپل ترواک لاندې ټول پوځي تجهیزات هغوی ته وسپارل، کله چې طالبان غزني ته راورسیدل اوله حزب اسلامي سره په جګړه ونښتل ، ستاسو دوخت دفاع وزیر خپلو پيلوټانوته امر وکړ چې دغزني د یونټ په سیمه کې دطالبانو په ننګه دحزب اسلامي ځواکونه بمبارد کړي.
کله چې همدغه طالبان میدان ښار ته راورسیدل ستاسو دوخت موبایل ولسمشر خپل ددفاع وزیر په کمپلو ، بړستنو او بوټانو بار میدان ښار ته ورولیږه او دکوتل تخت په سیمه کې یې د طالبانو دلومړۍ کرښې له قوماندان ملا مشر سره ولیدل اوخپلې مرستې یې ورته وسپارلې اوهغوی ته یې د فرشته های نجات لقب ورکړ.
ښاغلی ملافرید اخند:
داسمه ده چې د طالبانو دحرکت ‌‌‌‌‌‌ډيره برخه به پښتانه وي خو دبدخشان تاجک توکمه قاري دین محمد ، مولوي شمس الدین ،سید ضیاالدین آغا او ازبک توکمه مولوي ضياالرحمن مدني چې اوس دطالبانو دتحریک دسر سړي او مرکچیان دي ، په پښتنو پورې اړه نلري ، هغه دازبکستان طاهر یلداش او جمعه نمنګاني خوبه پښتانه ، نه وي چې اوس یې جنګیالي په فاریاب او سرپل کې جنګیږي.
دا اسامه ابن لادن ته خوهم ستاسو دواکمنۍ پرمهال دافغانستان تابعیت ورکړل شو.
ملافرېده !
هغه دیني زده کړې اودشرعیاتو پوهنځی دې ستاسر وخوري ، زه پوهیږم چې تعصب اوقوم پالنې ستاسترګې ړندې کړي اوهرپښتون درته طالب ښکاریږي که دې سترګې لږ وغړوې اودتعصب له نیلي راکوزشې نووبه وینې چې دغزني قاضي دلیلي اود کندهار دملانقیب اخند زوی هم پښتانه دي خوطالبان نه دي اونن ستا په خواکې د طالب پر ضد فتواوې ورکوي ، هغه دننګرهار آمان خیري او ميرویس یاسیني هم پښتانه دي خو تر طالب یې ته وړ بللی یې او ستا په انتخاباتي غوایي منډ کې در شریک وه ، هغه اندړ انجنر محمدخان او دشلګر مامورجبارهم پښتانه دي ، ترپښتون اشرف غني یې دوه رګه عبدالله مناسب وګاڼه او ستاسې انتخاباتي سندره یې درسره زمزمه کړه ، له هغو لږ شرم وکړه.
ملافریده!
خدای دې اورمیږ درلاندې کړه ته تراوسه پدې نه پوهیږې چې طالیبیزم دیوې مفکورې په توګه ستااوستا درهبرانو داعمالو زیږنده ده که تاسو په کابل کې دناهیدې له عزت سره لوبې نه وای کړې زه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې نن به طالب نه وه.
مولاناګله !
طالب او طالبیزم یو فکردی دهغوی په مفکوره کې د پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک او .........؟ په نوم قومي پولې نړیدلې دي هرڅوک چې دهغوی مفکوره ومني هغه په امن دی ولوکه ته هم وې اوهرڅوک یې چې مخالفت وکړي هغه یې دښمن دی ، دبدخشان طالب چې په بدخشان کې له خپلو مخالفینو سرونه پرې کول هغوی پدې پوهیدل چې خپل تاجکان وژني خو دفکر مخالف یې وه همداسې چې پرون په هلمند او کندهارکې څه تیریدل اونن په شینواروکې څه تیریږي دهماغې فکري لوبې ادامه ده .


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.