Banner

زه یوپښتون یم

30.09.2013 11:48

زه یوپښتون یم ، په کابل کې اوسیږم ، دافغان دولت ټول روا ، ناروا ، ملي اوغیرملي قوانین مې په ځان منلي ، دیوه متعهد افغان په توګه مې دتیروولسمشریزواوپارلماني ټولټاکنوپه ګډون دحکومت په ټولوسیاسي پروګرامونوکې ونډه اخیستې ، دنظام سیاسي څيرې ته مې مشروعیت ورکړی ، دکرزي صیب دحکومت ترسیوري لاندې داوسیدوله امله مې دطالب جان دښمني ځکه په غاړه اخیستې چې وایم خیردی ، ولسمشرموپښتون دی ، یوڅوملکي اونظامي چارواکي یې پښتانه دي ، پدوی کې هغه چارواکي هم شته چې یووخت یې په افغانستان کې دپښتنولپاره دویمه درجه تابعیت کفرګاڼه ، لدې ټولوسره سره دکرزي صیب په حکومت کې زه لاهم القاعده یم ، هغه د ( اکثریت مفت خور ) اصطلاح چې دببرک کارمل دواکمنۍ پرمهال زمادقوم په حواله کاریدله ، لاهم پرخپل ځای پاتې ده ، پدوی کې هیڅ داسې نرپیدانشوچې زمادقوم دراتلونکي په اړه فکروکړي ، زماژبه دکابل پرځای په ګوانتاناموکې رسمي شوه ، ماته لاهم په کابل کې دپردي په توګه کتل کیږي ، زه لاهم دکابل په حکومتي اداروکې دکارکولوجوګه نه یم ځکه چې دکرزي صیب دناپښتنوچارواکوپه ژبه نه پوهیږم ، زمادپښتنوچارواکورسمي ژبه هم پاړسوده ، پښتوویل ، پښتوکول ورته ناملیتوب ښکاري ، هغوی زماپه څيرپښتانه ندي ، ، پرماشرمیږي وایي ته ملي نه یې ځکه چې زه ددوستم اومحقق په ژبه نه پوهیږم سږکال سیاسي کال دی ، دراتلونکوولسمشریزوټاکنولپاره نوم لیکنه کیږي ، اوازه ده چې دوی ....؟ هم کاندیدان دي ، دکندهاراوپکتیاپرځای په دشت برچي او تایمنیوکې په رایوپسې ګرځي ، وایي چې دفدرالیزم په اړه یې دمحقق اوپدرام وړاندیزونوته هم د ( هو ) سرخوځولی ، کله کله ماته هم وایي چې رایه ورکړم وایي تاته خدمت کوم ، دګلم جمواوهزارګانو په رایودمیرویس خان نیکه اواحمدشاه بابا تاریخ راژوندی کوم اوس تاسوووایاست چې زه دیوه پښتون په توګه څه وکړم ...؟  

ویس 30.09.2013 14:54

که دا طالب وي، تر دې به دې هم حال بدتره شي. غم مه کوه چې هره ورځ دې قتل عام روان وي، دا تمه مه لره چې څوک به ما یا تا ته اهمیت راکړي. څو پورې چې له وحشي طالبه ځان ونه ژغورو، حال به مو همداسې او بلکې تر دې هم بدتره وي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.