Banner

آیا موږ دټاکنو لپاره تیاری لرو ؟

27.09.2013 06:47

آیا موږ دټاکنو لپاره تیاری لرو ؟   

محمداجمل هوډمن

د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې را روانې دي، چې افغانان د خپل نوی سیاسي نظام د پایښت لپاره وروستي چانسونه یو په بل پسې له لاسه ورکوي . ډيری افغانان د ټاکنو په اړه په خپلو وړاندوینو کې په اشخاصوفکر کوي. خو خبره د یوه کس یا ډلې نه بلکې د نظام پر سر ده، موږ د داسې یوه هېواد په اړه خبرې کوو، چې وګړو یې ۲۵ کاله له اساسي قانون پرته د ټوپک تر سیوري لاندې ژوند کړی . او وروسته له دې ، چې د نړیوالو په مرسته د اساسي قانون او نظام خاوندان شوي ، دبشري حقونو پرنقض باندې تورنې ډلې  او د اداري فساد مافیا یې قانون واکۍ ته نه پریږدي .په داسې یوه حالت څنګه کولای شو  راتلونکو ټاکنو ته هیله من اوسو. ؟

په تېرو یوولسو کلونوکې د تنظیمي اسهامو له مخې دواک وېش داسې سیاسي جریان رامنځ ته نکړای شو، چې له پېښو سره اصولي برخورد  وکړي. هره هغه ډله او کس چې په یو نه یو ډول یې د واک خوند وڅکه د هرناسم کار په وړاندې ېې  چوپتياغوره وبلله او دهمدې سکوت له لامله وه، چې افغانانو د نوي نظام د ټینګښت او سیاسي ثبات لپاره ډېر چانسونه له لاسه ورکړل . پخوانۍ ستونزې نورې هم پېچلې شوې . سیاست او سیاسي بنسټونه د سمون او اصلاح راوستو پر ځای  د شخصي ګټو لپاره واک ته درسېدو او په واک کې پاتې کېدو ته  استخدام شول. پرټاکنو باندې د خلکو باور ته صدمه ورسېده. د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوي بنسټونه د عدالت او برابرۍ په تامین کې پاتې راغلل، په حاکمیت کې د جګړه مارو ډلو پراخ نفوذ د اساسي قانون د تطبیق مخه ونیوله دقومي، قبیلوي او فامیلي تړاوونو پرمټ واک ته رسېدو سیاسي فعالیتونه بې ارزښته کړل . د خلکو دحقونو اتلاف دوام وکړ . ترننه پورې افغانان له یوې خوا دیوې داسې جګړې قربانۍ ګالي، چې لا یې تعریف نه دی موندلی او له بلې خوا د حاکمیت په کړیو کې پراخ فساد د سیاسي نظام مشروعیت او منښت له پوښتنې سره مخ کړی دی. 

د بې عدالتیو او بې کفایتیو دوام په خلکو کې د حکومت او حتا نظام مخالفت ته لاره پرانستله.  وسله والو مخالفانو په ناراضي او ځورېدلو خلکو کې پلويان پیدا کړل او په دې توګه  له جګړې څخه  را ټوکېدلي بحران تر ننه پورې دوام وکړ . وسله وال مخالفین د پردیو په لمسون په جګړه کې له هر ډول تاوتریخوالي نه په ګټنې سره ورځ پر ورځ د حکومت د اقتدار لمن ور ټولوي. د هېواد په هیڅ سیمه کې خلک دامنیت او خوندیتوب احساس نه کوي . له همدې لامله را تلونکې ټاکنې  له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي .

ټاکنې یوه سیاسي پروسه ده موږ د داسې یوه سیاست لپاره چې د خلکو د ګټو د تامین لپاره وشي هیڅ تیاری نلرو، دلته سیاسي دریځونه د دې پرځای چې ملي او فکري وي ، شخصي بڼه لري ، د سیاست او سیاسي هلو ځلو تعریف یوازې داشخاصو ترمنځ په خپل منځي سیالیو کې خلاصه کیږي. ټاکنیز رقابتونه د دې پرځای چې دسیاسي دریځونو ترمنځ د سیالۍ زمینې مساعدې کړي .  داشخاصو ترمنځ يې نامشروع رقابت ته لاره هواره کړې .همدې حالت د منظمو سیاسي فعالیتونو او سیاسي جوړښتونو مخه نیولې . 

 په افغانستان کې سیاست تر بل هرڅه ډير ځپل شوی. ټول افغانان په سیاست کې ملامت دي خو هغه کسان چې تر نورو ډېره تمه ورنه کېده  ډير مسوولیت لري . موږ د خپل ځان پر وړاندې ملامت یو . دلته سیاست وال په هر ظلم ، زیاتي ، بې عدالتۍ او فساد سکوت کوي . د خلکو د حقونو د اتلاف او بې عدالتیو نندارچیان  پاتې کیږي، خو  هرځل چې ټاکنو ته څو میاشتې پاتې شي بیا ټول فعال شي او هر چیرې پټې او ښکاره  غونډې  کوي . د وفادارۍ ټټر وهي . له بلې خوا په قومونو باندې ویشل شوي افغانستان کې سیاسي اکثریت او سیاسي رهبري نشته  ټول نورو ته سترګې په لار دي خپله عمل او اقدام نه کوي، ځوان سیاست وال چې هیوادپال او له فساد نه پاک خلک دي په خپلو کې یو پر بل د بې اعتمادۍ، له غرب نه د راستنو شویو پروفیسورانو او په سیاست کې دناکامو جهادي رهبرانو  په بې لارۍ کې بې لارې او بې لوري دي.  په تیرو انتخاباتو کې په اشرف غني باندې را ټول شوي ځوانان یو سیاسي قوت جوړیدای شوای خو که ډاکتر اشرف غني احمدزی په خپلو خبرو دریدلی او له ټاکنو وروسته یې دیوه مهذب او ملي اپوزیسیون رهبرۍ ته دوام ورکړی وای او بیرته یې په هغه حاکمیت کې، چې د ده پر وینا فاسد بلل کېده نه وای شریک شوای. ځوان سیاست وال پوهیدل چې ډاکتر صیب  اشرف غني احمدزی به بریالی نه شي خو د سیاسي اخلاقو له نظره په بل چا پسې تلل  ور ته له وطن سره غداري ښکاریده خو هغه ځوان سیاستوال  په نیمه لار کې پریښودل .

ډاکتر صیب احدي چې د افغان ملت له منځه را ووت او بیرته یې دافغان ملت د نامه په حذف سره د ملي کاندید لقب ځان ته ورکړ، د کاندیدانو دنوم لیکنې په وروستۍ ورځ یې نظر بدل شو او په ده باندې راچاپیر افغان ملتیان او نور ملي ګرا ځوانان یې  په نیمه لاره کې پریښودل . ډاکتر صیب علي احمد جلالي خو له کاندیدۍ نه دانصراف پر مهال حتا له هغو کسانو سره هم مشوره ونکړه چې د ده لپاره یې میاشتې میاشتې خواري کړې وه . دوی او دوی ته ورته نور شخصیتونه، چې له ډيرو نیمګړتیاوو او ملامتیو سره سره په هغه وخت کې سترګې ور اوښتې د نوي سیاسي ځواک د رامنځ ته کیدو د مخنیوي  مسوول دي . دوی له ولسواکۍ سره د ولسواکۍ تر مخالفینو زیاته جفا وکړه . اوس بیا اوازې دي چې دوی هم په ټاکنو کې دکاندیدۍ علاقه مند دي خو ګومان نه کیږي، چې دوی دې په دومره لږ وخت کې خپل له لاسه ورکړی اعتبار بیا ترلاسه کړي . دوی یو ځای کار کولو ته هم نه دي تیار ، هریو یې خپله خبره لري او هر یو یې خپل ځان نسبت بل یوه ته مستحق بولي . هیڅ داسې سیاسي حرکت چې په نسبي توګه دملت په یوه لویه برخه کې سیاسي ملاتړ ولري نشته. داسې یو سیاسي مهذب اپوزیسیون چې په را روانو ټاکنو کې له اوسني حکومت سره د رقابت لپاره اخلاقي جرئت ولري نه لیدل کیږي.  په دې توګه موږ د راتلونکو ټاکنو لپاره له سیاسي پلوه هیڅ تیاری نلرو.

 ټاکنې یوه سیاسي پروسه ده ،په دې پروسه کې بریالیتوب دهغه چا په برخه وي ، چې سم سیاست یې کړی وي، دخلکوملاتړ یې تر لاسه کړی وي ،اتحاد او اتفاق ولري، خو په موږ کې یو پربل باندې دبې باورۍ ترڅنګ په سیاست او سیاسي فعالیتونو بې باورۍ انګېزه وژلې ده.  نو ځکه خو اکثریت افغانان راتلونکو ټاکنو ته د هیلو پرځای اندېښمن دي . داځکه چې خبره د جنګسالارانو او د اداري فساد د مافیا ګوښه کولو باندې ده . دیوه ملي سیاسي منظم حرکت په نشتوالي کې د جنګسالارانو دواکمنۍ دوام تضمین دی .  

د افغانستان اساسي قانون ټولو هغو افغانانو ته چې قانوني عمر یې بشپړ کړي وي په ټاکنو کې د ګډون حق ورکړی . د ټاکنو دکمیسیون دنده ده ، چې په ټول هیواد کې ټولو رایه ورکوونکو ته په ټاکنو کې دګډون زمینه مساعده کړي یعنې ټاکنې باید عمومي، سري ، عادلانه او مستقیمې وي . او پایله یې هغه وخت د اکثریت خلکو د ارادې څرګندونه کوي، چې ټول شرایط مساعد وي خو ایا په افغانستان کې ټاکنې دهغو معیارونو له مخې کیږي، چې قانون یې وړاندوینه کړې.؟

د قانون نه تطبیق او دملي شورا له لوري تصویب شویو قوانینو کې پخوانۍ نیمګړتیاوې لاهم پخپل ځای پاتې شوې . په حکومت او ټاکنیزو ادارو کې د قانون د تطبیق اراده کمزورې ده . قوانین د اجراء ضمانت نلري . په قوانینو کې د ټولو ادارو ، کاندیدانو او رایه ورکوونکو دندې نسبتاً واضح شوي خو داسې لارې چارې او تدابیر په پام کې نه دي نیول شوي ، چې له قانون څخه دسرغړونې په صورت کې سرغړونکي مجازات شي او په را تلونکي کې د تخلف مخه ونیول شي . سترې ټاکنیزې سرغړونې چې د ټاکنو په پایلو کې ژور اغیز لرلای شي په لږ اندازه نقدي جریمې او انظباطي تدابیرو سره نه شي تلافي کیدای . د سرغړونو په صورت کې باید قانوني غبرګون څرګند او واضح وي . خو تراوسه پورې په دې برخه کې نافذو قوانینو دې ستونزو ته ځواب نه دی ویلی .   

داساسي قانون ۳۳ ماده هر افغان ته حق ورکوي، چې د قانون له حکمونو سره سم رایه ورکړي او یا انتخابي دندو ته کاندید شي ، خو عملاً وینو چې ټولو هغو افغانانو ته چې د رايې ورکولو حق لري په ټاکنو کې د کاندید یا رایه ورکونکي په توګه زمینه  مساعده نه ده . په ټاکنو کې ګډون کول او دولس رایه د ولسواکۍ او ملي حاکمیت د اصل بنسټ جوړوي که خلک په ټاکنو کې ګډون نه کوي د دوی خپله ملامتي ده خو که دهغو  ستونزو له لامله چې درایې ورکولو مخه نیسی په ټاکنو کې ګډون نه شي کولای د ملامتي حکومت ته وراوړي .

د حکومت اساسي دنده په ټول هیواد کې خلکو ته د ډاډمن ژوند برابرول او دامنیت تامین دی خو داچې اکثریت افغانان د حکومت دکمزورۍ امنیتي او نورو تخنیکي ستونزو په پایله کې خپل اساسي حق چې انتخابول او انتخابیدل دي نه شي اعمالولای دلته ده چې له یوې خوا د ولسواکۍ بحث له پوښتنې سره مخ کیږي او له بلې خوا د ملي حاکمیت اصل نه رعایتیږي ، چې دا حالت د واک او سیاسي حاکمیت مشروعیت زیانمنوي . ځکه چې که له یوې خوا د واک په جوړښت کې د خلکو اراده نه شاملیږي بل لوري ته حاکمیت دهغو خلکو پر وړاندې چې دوی یې په رایه نه دي راغلي د مسوولیت احساس نه کوي . د محرومو خلکو حالت ته نه پاملرنه کیدای شي په نظام او حکومت باندې د هغو باور له منځه یوسي.   د حکومت او خلکو ترمنځ فاصلې نورې هم زیاتې او ژورې کړي ، چې دا لرې والی او ناهیلي په راتلونکې کې هم په ټاکنو او نورو سیاسي پروسو کې د خلکو د ګډون مخه نیسي . دقیقاً په افغانستان کې همداسې شوي دي د ولسمشرۍ ، ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو په تیرو ټاکنو کې د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله خلکو ونه شول کولای چې په ټاکنو کې

ګډون وکړي . ولایتي شوراګانې ، ولسي جرګه ، مشرانو جرګه او د ولسمشرۍ دویمه دوره ټاکنې  د خلکو په ارادې او خوښه نه وې ، دوی هم خلک له پامه وغورځول او خلکو د محرومیت له وجې هیله له لاسه ورکړه او هغه باور چې واکمني به د خلکو په رایه رامنځ ته کیږي د خلکو به ذهنونو کې ووژل شو نو ځکه خو په راتلونکو ټاکنو کې یوه ستونزه د خلکو بې باوري هم ده . او دابې باوري به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د فعال ګډون پر وړاندې لویه ستونزه وي، خو دا ملامتي نه باید دخلکو وګڼل شي ، افغانانو د ۱۳۸۳ کال په ولسمشریزو او د ۱۳۸۴ کال په پارلماني ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښودله چې له جګړې نه دیوه نوي راوتلي هیواد وګړي هم د ولسواکۍ بریالۍ تجربه کولای شي خو چې ژمن او ریښتیني سیاست وال او رهبران ولري .

له تیرو لسو کلونو را په دې خوا د نوي اساسي قانون په رڼا کې  د نوي سیاسي بدلون تر ټولو سترې او تاریخي پېښې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې لومړنیو ټاکنو کې دخلکو پراخ ګډون بللای شو خو په ډيرې خواشینۍ سره چې د کمزورې او تنبلې رهبرۍ په لرلوسره افغان حکومت د فاسدو او جنګي ډلو په انحصار کې کېوت د خلکو اساسي حقونه یې نقض کړل د جګړې اور ته یې لمن ووهله .په ولسمشر کرزي پورې چاپیرې زورواکې، مفسدې او جنایت کاره ډلې په حکومت کې له خپل نامحدود واک نه په ګټې اخیستو سره په دې وتوانېدلې، چې د بدلون مخه ونیسي. هغه نظام چې خلکو ورپورې د باور ترڅنګ خپلې هیلې هم تړلې وې، بېرته بې باوره شو.  ټاکنې او ټاکنیز بنسټونه  د زورواکو، مفسدینو او جنګي ډلو د خپل منځي سیالیو وسیلې شوې، اساسي قانون پلی نه شو، د نړۍ والو له حضور، میلیاردونو ډالرو مرستو او امکاناتو څخه د پام وړګټه پورته نه شوه.  

د همدې  خپل سريو له امله په افغانستان کې د واک مشروع وېش ته صدمه ورسېده، هر وسله وال قومي ټېکه دار د قوم په نامه رامخکې شو او د خپل قوم لپاره یې څوکۍ وغوښتې. د واک دې قومي او ناانډوله وېش په افغانستا ن کې د نظام سیاسي، حقوقي مشروعیت او ملي یووالی زیانمن کړ.

 د مرکزي ادارې او سيمه ييزو چارواکو ناوړه چلند د ولس او حاکميت ترمنځ لويه تشه رامنځ ته کړې، په مرکز کې تنظیمي انحصارګرو او په ولایتونو کې د دوی سيمه ييزو مامورینو د افغانستان د اساسي قانون د ارزښتونو استازيتوب ونه کړ. حکومت د قوانینو د تطبیق او خلکو ته د خدمتونو رسولو پر ځای د څو ډلو په انحصار کې پاتې شو. موږ نه يوازې دا چې په نوي اساسي قانون پورې تړلي ارزښتونه خپل نه کړل؛ بلکې خپل پخواني ارزښتونه موهم له لاسه ورکړل. خپلسرو واکمنو زموږ حقوقي او دوديز جوړښتونه د خپل واک د دوام لپاره بدنامه او بې ارزښته کړل.

هغه ډلې چې افغانان ورځنې د حساب اخیستلو په تمه  وو لاهم په واک کې  دي. د دې پرځاى چې د انتقالي عدالت په پلي کېدو سره  د ولس پر ټپونو پټۍ لګول شوې واى.  وایي تېر دې هېرشي . هېڅوک  حساب ورکولو ته حاضر نه دي. په داسې حال کې چې د جګړې قربانیانو لاهم د جګړې د وخت ترخې خاطرې او عقدې نه دي هېرې کړي، تېرجنایتونه نه غندل کیږي. د تېرو جګړو لوبغاړو ته اعزازي پګړۍ وتړل شوې، شنې چپنې ورپه غاړه شوې، لقبونه ورکړل شول، واټونه یې په نوم شول او د قومي ټېکه دارانو په توګه د کاذب ملي یووالي سمبولونه ترې جوړ شول.

د بې عدالتیو او بې کفایتیو دوام په خلکو کې د حکومت او نظام مخالفت راوپاراوه. د حکومت وسله والو مخالفانو په ناراضه او زورېدلو خلکو کې پلويان پیدا کړل او د جګړې لمن تر ننه پورې وغځېده. وسله وال مخالفین د پردیو په لمسون په جګړه کې له هر ډول تاوتریخوالي کار اخلي. خلک تشدد او افراطیت ته هڅوي. زموږ پوهان، دیني علماء، انجینران، ډاکتران مسلکي کسان او قومي مشران وژني. په دیني مراسمو، جوماتونو او عامو وګړو بریدونه کوي. عامه تاسیسات او شتمنۍ ورانوي. 

هغه سياسي ډلې، چې په تېرو درې لسیزو کې یې خپل لاسونه د خلکو په وینو له سره کېدو ژغورلي وو د واک او ځواک د خوند په څکلوله خپلو دریځونو په شا شوې او د ملي ګټو د دفاع پرځای یې دقانون ماتوونکو ډلو ملګرتیا وپالــله  .

له بهر څخه راستانه شوي تکنوکراتان د هرې انتخابي دورې لومړني څلورکلونه د حکومت په ماموریت او یا په بهرنیو پوهنتونونو کې په لکچرونو تېروي، خو کله چې انتخاباتو ته یوکال پاتې شي بیا په موقتي ډول فعال شي، دوی هم له پېښ بحران څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره په کار رانه غلل.

د ۱۳۸۳ او ۱۳۸۴ کلونو په ټاکنو کې خلکو ولسمشر کرزي او ولسي جرګې ته قوت په لاس ورکړ د هغو ملاتړ یې وکړ خو ملي شورا او ولسمشر کرزی په دې ونه توانید چې له خلکو په رایو  ترلاسه شوی قدرت د عدالت د تامین او د قانون د حاکمیت لپاره وکاروي. دسیاسي ډلو ترمنځ ناتعریف شوې اړیکې  د دې سبب شوې چې مخالف او واکمن نه دی معلوم   

په دې توګه په افغانستان باندې اوسنی واکمن فاسد او بې کفایته حکومت په واقعي معنا سره ملکي مخالف یا ملي اپوزيسیون نه لري. یوڅو ازمویل شوي، چې د لازیاتو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د حکومت د مخالفت تمثیل کوي هغوی هم په واقعیت کې د دې واکمنې فاسدې او بې کفایته کړۍ یوه برخه وو او دي.

 د دولت د درې ګونو قواوو بې غوريو نظام د زوال تر بریده رسولی. کله چې واکمنې کړۍ د قانون او خلکو پر وړاندې درېدلي حکومت، قانون او عامه ګټو ته شاکړې او د زورواکو، مفسدینو او جنګي جنایت کارانو خوايې نيولې؛ نو له امله يې په ولس کې دعقدو، مخالفتونو او سياسي مشروعيت له منځه تللو خبرې را پارېدلي. عامه شتمني د يو څو کورنيو او کسانو شخصي مال بلل کېږي، خو پر دې حالت ګوندونو او مطرح كسانو سکوت کړی دی او اوس چې دوی بیا ټاکنو کې د ګډون خبره کوي خلک باور نه ورباندې کوي .

په تیرو ټاکنو کې که یو زیات شمیر کلیوالو خلکو دامنیتي ستونزو له امله خو دکابل ښار په ګډون زیات شمیر ښاري افغانانو د نا امیدۍ ا وبې باورۍ له امله په ټاکنو کې ګډون ونه کړ  خو دې نه ګډون دخلکو د مدني اعتراض تله درنه نه کړه ، ټاکنې دهمدې فاسدانو په ګټه تمامې شوې چې خلک یې ناهیلي کړي اوناهیلي ساتلي دي .اوس په داسې حال کې موږ د ټاکنو پر خوا روان یو چې دامید ټولې دریڅې تړلي دي . امنیتي ستونزې هم پر خپل ځای پاتې دي.

 

د حل لاره :

 

اوسني حکومت او ور نه چاپيرو ډلو دا وښودله چې دوی د دې لیاقت نلري چې خلک دې یو ځل بیا باور ورباندې وکړي له دوی نه تمه نه ده په کار چې پخپلو تیرو کړنو دې پښیماني څرګنده او د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کیږدي .

خبره د هغو شخصیتونو ، او سیاسي ډلو ده، چې نسبت نورو ته زیاته تمه ورنه کیږي . موږ یو څو میاشتې وخت لرو که وغواړو په دې موده کې په خلکو کې یو باور  رامنځ ته کولای شو ، خو دا په دې معنا نه ده چې له هر ولایته دې څو کسان یا قومي ټیکه داران را ټول کړل شي او د ۳۰ میلیونه وګړو استازي دې وبلل شي ، ملي باور  د ارزښتونو او د یوې طرحې په اساس رامنځ ته کیدای شي . دا طرحه باید د خلکو د حقوقو ، د قانون د واکمنۍ ، عدالت او اصلاحاتو تضمین وکړي .  د افغانستان  دتیر لس کلن سیاست ارزونه دې وشي ، د لاسته راوړنو او مثبتو بدلونو د ساتنې ترڅنګ د هغو مفاسدو او ظلمونو پروړاندې باید دریځ ونیول شي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي . هغه کسان چې د افغانستان لپاره یې خپل  ارمانونه په مرامنامو ، کتابونو او فکرونو کې پټ ساتلي هغه دې راوباسي . د خلکو د حق لپاره دې غږ اوچت کړي . اداري فساد، جنایتونه ، دځمکو غصب ، ډله ییز جنسي تیري ، دبشري حقونو نقض ، بهرنۍ لاسوهنې او د واک په کړیو کې روانه سیاسي معامله ګري دې وغندي او بیا دې  د خپلې سیاسي مبارزې اساسي اصول او غوښتنې په څرګنده او واضح توګه ملت ته وړاندې کړي د موجودو ستونزو پر وړاندې دې ودریږي همت دې وکړي او حل لاره دې وړاندې او د تطبیق لپاره یې عملي اقدام ته راووځي له ستونزو تېښتې ستونزې لا ژورې کړي دي .

په دې توګه کولای شو خلکو ته امید ورکړو او د سیاست پرلور یې روان کړو . خلک هله په خوځښت راځي چې سیاستوال یې د بدلون را وستو اراده وکړي ، خو افغانان باید په دې پوه شي ، چې که دوی بیا هم د سیاسي غونډو، او ټاکنو پر ورځ په خپلو کورونو کې کیني همدا پاتې یو نیم ریښتیني سیاست وال به هم د دوی په څیر ناهیلي شي . افغانان باید په دې پوه شي ، چې که دوی ناسمه رایه کاروي هم مسوول دي او که رایه نه کاروي هم ملامتي د دوی ده ځکه چې که فاسد ، قاتل او د اساسي قانون ناقض ته رایه ورکوي نو لاهم د فساد دوام ته زمینه برابروي او که هیڅ رایه نه ورکوي نو فاسدان او قانون ماتونکي د ښو یا نسبتاً ښو کاندیدانو پر  وړاندې ځواکمنیږي .

 

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.