Banner

دپوهنې ويبلاګ له چلوونكي قدرمن ورورسيداحمدسامع څخه ددريځوالو ګيله

18.01.2011 11:49

 لكه څرنګه چې درنواوقدرمنولوستونكوته معلومه ده څه موده وړاندې په دريځ ويبلاګ كې دښاغلي انجنرمحمدالدين همدرد په هڅودكمپيوټرپوهنې په نوم يوه لړۍ پيل شوې وه چې په هغې كې دنوموړي ورورله خوادرنولوستونكوته دكمپيوټرپه هكله نوي اوتازه معلومات خپريدل اود  دريځ ويبلاګ دچلونكي له خوا لوستونكواوهغوكسانوته چې غواړي ددغومعلوماتوپه ګډون په دريځ كې نورخپاره شوي معلومات په نوروچاپي يابريښنايي خپرونوكې چاپ اوخپاره كړي ، اجازه وركړل شوې وه چې كولای شي د دريځ دنوم په يادولوسره يې خپاره كړي چې له نيكمرغه ځينوخپرونويوشميرهغه مطالب چې په دريځ كې خپاره شوي وه ، ددريځ دنوم په يادولوسره پخپلوخپرونوكې خپاره كړي چې كولای شوپه ټول افغان ويب پاڼه كې له شين بڼ ويبلاګ څخه يادونه وكړو.

خوله بده مرغه ځينې داسې چاپي اوبريښنايي خپرونې هم شته چې دغه اصل ته بيادرناوی نلري ، له خپرونوڅخه مطالب اخلي پرته لدې چې دماخذنوم ورسره وليكي ، هغه پخپلوخپرونوكې خپروي چې ښه بيلګه يې په ( پوهنه ) ويبلاګ كې دكمپيوټرپه هكله دمحمدالدين همدرد په هڅوراټول شوي اوخپاره شوي معلومات دي ، چې په هغه كې پرته دماخذله نوم څخه خپاره شوي چې پدې هكله ګران اوقدرمن ورورهمدردصيب هم خپل شكايت د دريځ په پته دبريښناليك له لارې په لاندې توګه راليږلی چې مونږ يې دخپلې ادعادثبوت لپاره كټ مټ خپروو:

(  راليږونکی : محمدالدين -همدرد

ټليفونشميره: 0787628210

برېښناليکپته: M.din_hamdard@yahoo.com

سرليک:  ادبې سرقت

نېټه: 17.01.2011 12:05

د دريځ ويب بلاګ درنو مسؤلينو سلامونه او نېکې هيلي مي ومنۍ !
په دې هيله چې دښه صحت سره پخواکې خوشحاله شېبې هم ولرۍ . تر سلامونو وروسته : ښاغلی عمرخيل صيب لكه چې تاسوته معلومه ده  چې تقريباَ له نن څخه درې کاله وړاندې مونږ اوتاسو يو ه لړۍ ستاسې دهمدې ويب بلاګ له لارې پيل کړه چې په هغه کې دکمپيوتر تعريف دکمپيوټر لنډه تاريچه او داسې کمه اندازه نور معلومات خپاره کړه چې همدااوس هم ستاسو په ويب بلاګ کې شته خو يوه بل ورور په يوه نوي ويب بلاګ کې چې (پوهنه ) نوميږي په خپل نوم نشر کړي او پرته له کوم تغير څخه يې هو بهو را وړيدي دمثال په ډول تاسي يې تاريخچه وګورۍ چې تغير په کې شته که نه هيڅ تغير پکې نشته په مهربانۍ سره تاسي له دي ورور څخه وپوښتۍ چې ده په کوم دليل دا دخپل ځان په نوم نشر کړيدي او ځان ته يې دا حق ورکړی چې پردي ليکنه په خپل نوم وليکي.

مننه

دا کار دسيد احمد سامع په نوم يوه ورور کړيده چې د پوهنه ويبلاګ هم لړي له همدې لارې يې نشر کړيده تا سو دخپل ويبلاګ تاريخچه او دده تاريخچه وګورۍ بيا قضاوت وکړۍ په خپله چې داليکنه دچاده ؟ )

په پای كې زماهيله د پوهنې ويبلاګ قدرمن چلوونكوڅخه داده چې پدې سره خپله خوابده نكړي كه چيرې په راتلونكي كې غواړي كوم مطلب له دريځ څخه واخلي اوپه  پوهنه كې يې خپرول غواړي نوبايد چې ددريځ نوم ورسره وليكي .

 

فضل الرحمن عمرخيل

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.