Banner

يوه ورځ سهوه سل كاله پښيماني

07.04.2010 10:37

څه موده وړاندې مې په ټول افغان كې دشمشاد تلويزيون په اړه دميرويس ننګرهاري په نوم ديوورورليكنه ولوستله داچې هغه څه ليكلي وه اوولې يې ليكلي وه زه دلته پرې څه نه ليكم ځكه چې دهغه ځوابول دشمشادتلويزيون دمسئولينواوادارې كاروه چې له نيكمرغه دنوموړي تلويزيون په استازيتوب ښاغلي بشيرعاطف دټول افغان له لارې يوڅه پرې ليكلي وه دهغې په لوستلوسره ماداسې وانګيرله چې كه خدای كول پدې سره دپښتنوترمنځ دغه پيل شوې قلمي جګړه چې اصلي لامل يې لوستونكوته هم ندی معلوم ، پای ومومي خوله بده مرغه چې دغې جګړې نه يواځې داچې دپای ټكی يې ونه موند بلكې له داسې قلمي اوفرهنګي سنګرڅخه پيل شوه چې دهغه سنګرخاوندان دغه چاره خپل پخوانی آرمان بولي ، په هرصورت ډيره يې نه شاربم اوراځم خپلې اصلي خبرې ته :

دروان ليږديزلمريزكال دوري دمياشتې په اتلسمه نيټه مې چې كله سهاروختي پخپل دفتركې كمپيوټرپرانيزه اودانټرنيټ پرمټ مې دخپل هيوادله سياسي ، اقتصادي اوټولنيزحالت څخه دخپل ځان دخبرولوپه موخه  د كابل پريس                                      ( www.kabulpress.com  ) په ګډون بيلابيلې ويب پاڼې وكتلې چې ناببره مې پدغه ويب پاڼه كې د ( سانسورشوي حقايق دشمشادتلويزيون ) يوه ليكنه ولوستله چې په هغې كې په څنګيزډول دميرويس ننګرهاري دتيرې ليكنې ننګه اودشمشادتلويزيون مشرتابه غندل شوی وه ، ترپايه پورې ددغې ليكنې لوستل ماته ځكه په زړه پورې وه چې هغه دچاخبره ( دهندوله كوره قرآن راووت ) هغه پدې ماناچې دهزاره ګانوپه ويب پاڼوكې هم پښتوليكنه چاپ اودلوستونكودلوستنې په موخه چاپ اوراووته ماپه خورابيړه ليكنه ولوستله خوچې كله دليكنې دتبصروبرخې ته ورسيدم نودهغوپه لوستلودليكنې له ليكوال څخه يوڅه خوابدی شوم ، خوابدي مې پدې نه وه چې ګنې زه دشمشادتلويزيون دمشرتابه څخه ننګه كوم ، بلكې خوابدي مې پدې وه چې پښتانه ولې دومره ساده شي چې دخپلې كينې له مخې دخپل كورحال دبل په كلي كې وايي ....؟ زه دكابل پريس اوخاوران ( www.khawaran.com ) په ګډون زمونږ په دري ژبوهيوادوالوپورې تړلې ګڼې ويب پاڼې ګورم اوپه هغوكې خپاره شوي مطالب په خوراځير سره لولم اوله تاسولوستونكوڅخه هم په درناوي هيله كوم چې دپښتون قوم پروړاندې دهغوی ددريځ دمعلومولوپه موخه يوځل په هغوكې خپاره شوي مطالب ولولۍ ، ښايي ډيرڅه پكې ومومۍ . زمونږ دري ژبوورونواوخويندوپرته لدې چې دليكنې منځپانګه ولولي اوپه هغې خپله تبصره وليكي ، په پښتون قوم ، ملي وحدت اوداسې ګڼونورولاينحلومسايلوباندې يې تبصرې كړې وې چې ښايي دليكنې دليكوال په ګډون دميرويس ننګرهاري خوابه هم پرې بده شي .

په پای كې زه ديوه افغان ، مسلمان اوپښتون په توګه نه له شمشادتلويزيون اودهغه له مشرتابه سره كومه اړيكه لرم اونه يې هم ننګه كوم ، زمااړيكه له شمشادسره يواځې اويواځې ديوه پښتون په توګه دهغه دخپرونوليدل دي اوزه يې دنوروتلويزيونونوپه ډله كې ښه بولم خوكه چيرې څوك ورسره مخالفت هم لري نوهيله ده داسې ونكړي چې خپله كينه دكابل پريس په څيردداسې ويب پاڼوله لارې څرګنده كړي چې دهغوی چلوونكي په هغوكې دپښتون په قلم دداډول ليكنوچاپول دځان لپاره يوالهي سوغات بولي اودغې چارې ته تږي ناست دي .

                                                                                                                فضل الرحمن عمرخيل


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.