Banner

دنوميالي شاعراومبارزاجمل خټك پرمړينه دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې دخواشينۍ پيغام

09.02.2010 09:45

د نوميالي شاعر او مبارز اجمل خټک پر مړينه 

                                    د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

 

په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر، ليکوال او مبارز اجمل خټک له نړۍ سترګې پټې کړې .

انا لله و انا اليه راجعون

 

اجمل خټک په معاصر پښتو ادب کې يوه مخکښه څېره وه او د دې په څنګ کې چې په خپل وخت کې د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال و ، د خپل دوران يو نه هېرېدونکی مبارز او سياستوال هم و . د همدغو ملي مبارزو په لړ کې يې د ژوند ډېر کلونه د پاکستان په زندانونو او له خپل کلي کور څخه لېرې په تبعيد کې تېر کړي دي .

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، د اجمل خټک مړينه نه يوازې د پښتو ادب لويې کورنۍ ته يوه ستره ضايعه ګڼي ، د حق ، عدالت ،خپلواکۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره د پښتنو د لوی کور د اوږدو مبارزو د تاريخ د يو لوی باب د يوې مهمې پاڼې درژېدو په توګه يې ګڼي .

موږ داسې ګڼو چې د ارواښاد اجمل خټک شعرونه د خپل وخت د ملي ـــ پښتني شاعرۍ نه هېرېدونکی څپرکی دی او د هغه ژوند او مبارزه هم د پښتنو د اوسني تاريخ يو داسې فصل دی چې د تاريخ په پاڼو او  زموږ د راتلونکو نسلونو په تاريخي حافظه کې به له درنښت سره يو ځای ساتل کېږي او زده کړه به ترې کېږي .

موږ ارواښاد اجمل خټک ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.

په درناوي

 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه

د 2010 د فبرورۍ اوومه ، د 1388 دسلواغې 18

جرمني ، د کولن ښار


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.